ایکناخبري آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علي شمخاني په ويانا کښې د خبرو ترو د دوام په باره کښې نن په يو ټوئيټ کښې وليکل، د خبرو ترو د اتم پړاو د دوام لپاره د ايراني خبرې اترې کؤنکو اېجنډا په دقت سره معلوم شوے دے.
د بنديزونو د لرې کولو راستي آزمائنه او د داسې ضمانتونو وړاندې کول چې ايران پرې تاکيد لري د ويانا د خبرو اترو په بهېر کښې دوه مهمې موضوع ګانې دي.
ټاکل شوې ده سبا د نهې په ورځ له يوې هفتې وقفې وروسته د ايران او څلور جمع يو ډلې يعنې جرمني، فرانسې، برطانيې، روسيې ، چين او اروپائي اتحاديې د استازيو خبرې اترې په ويانا کښې بيا شروع شي.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر زياته کړه، داسې موافقه چې پکښې بنديزونه او له زيات نه زيات دباو ختم نه شي، د هېواد د اقتصادو د شرطي کېدو سبب کيږي او د يوې ښې موافقې بنياد نه شي کېدې.